Balochi Brahui Chinese English Filipino Punjabi Pushto Russian Siraiki Turkish
د ژبې تل عمرياېوارډ (The Language for Life Award)هغه خلقو، ټولګيو ، تنظيمونو او ادارو ته ورکول کيږی چې د هغوی د ژبې او لسانياتو پوهه د نورو لپاره فايده مند وي.
د ژبې تل عمرياېوارډ (The Language for Life Award)مقصد هم دا دی چې د هغه څيزونو نشاندهی وشي او خلګ وهڅولیشي چې د معاشرتي نشانياتو پوهه وده ومومي.
د نشاندهۍ په دغه عمل کې به اولنو پينځه اېوارډ اخستونکو کسانو ته نغد 200 امريکائی ډالر انعام ورکولې کيږی.
د 2019 د ژبې تل عمرياېوارډ (The Language for Life Award)به په ايف ايل سي کنفرنس کې اعلان کيږي.
د ژبې تل عمرياېوارډ (The Language for Life Award) ګټونکی به په کانفرنس کې شرکت نه کوي مګر دوئ به د لسو منټونو يو ويډيو خامخا جمع کوي چې ايف ايل سی به يې تشهير کوي.په دې ويډيو کې به د دوئ د منصوبې تمام تفصيلات موجود وي او دا به عوامو ته ميسر وي.
نور کومک او رهنمائي به ګټونکو لپاره پيش کيږی چې استفاده ترې وکړي.
په دې کې د برخه اخستو لپاره لاندې اهليت ضروری دي.
• د دوه منټو وړه ويډيو چې د منصوبې تفصيل لري جوړول اړين دی.
• دا دې په يوټيوب يا بل کوم ويب سايټ تشهير شي.
• مونږ ته دې يو لنک هم مهيا شي.
• د فارم جمع کولو آخری تاريخ 31 جولائی 2019 دی.
عام اهليت :
• هر څوک پکې برخه اخستی شي د عمر، جنس ، استوګنې او يا د نوکرۍ او ټريننګ څه بنديز نشته.
• د بل چا په پوره اختيار هم د هغوئ لپاره پراجيکټ جمع کولې کېديشي.
• تاسو په انفرادی تنظيمی يا ادارې په توګه هم پراجيکټ جمع کولې شئ.
• د بلې کومې ژبې د درخواست د پاره زمونږ د مرستې اخستو لپاره رابطه کولې شئ.
بنيادی اهليت:
• په پراجکټ کې دې دا واضحه وي چې ستاسو په ټولنه کې د ژبې او لسانياتو استعمال څنګه فايده رسوي.
• ايف ايل سی حق لري چې په پراجکټ کې د شوې دعوې په انفرادی او خودمختاره ډول تصديق وکړي.
FLC would like to thank Wasaf Basit (وصاف باسط) for this translation.